Skip to content
ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشرې لېڼدا ټوماس په یوه مرکه کې ویلي،پر افغان ښځو د حجاب تحمیل کول د منلو وړ نه ګڼي او پر وینا یې نړۍ د اسلامي امارت حکومت په خبرو نه، بلکې له خلکو سره په چلن او له نړیوالې ټولنې سره د کړو ژمنو له مخې قضاوت کوي.
ټوماس ویلي،د اسلامي امارت دا پرېکړه له نړۍ والې ټولنې سره د دوی د تعامل په برخه کې بدې پایلې لري.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې او د افغانستان لپاره د امریکامتحده ایالتو او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو هم د حجاب په تړاو د اسلامي امارت پر تازه فرمان اندېښنه ښودلې.
دا خبرې داسې مهال کېږي،چې د افغانستان اسلامي امارت امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت درې ورځې وړاندې د يوې غونډې پر مهال د ښځو حجاب په اړه خپله نهايي پریکړه اعلان کړه،چې له دې وروسته د ښځو حجاب جبري دی او سرغړونکو ته د قانوني چلن خبرداری ورکړل شوی.
دغې پرېکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي او له اسلامي امارت غوښتنه شوې،چې افغان ښځو،نجونو او نړیوالې ټولنې سره پر خپلو کړو ژمنو ودرېږي.