Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ښځو حجاب په اړه د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې پر کوردننه او بهرغبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/09

د افغانستان اسلامي امارت امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وړمه ورځ د يوې غونډې پر مهال د ښځو حجاب په اړه خپله نهايي پریکړه اعلان کړه،چې له دې وروسته د ښځو حجاب جبري دی او سرغړونکو ته د قانوني چلن خبرداری ورکړل شوی.

دغې پرېکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي او له اسلامي امارت غوښتنه شوې،چې افغان ښځو،نجونو او نړیوالې ټولنې سره په خپلو کړو ژمنو ودرېږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي  انټونیو ګوترېش ویلي، طالبان باید د بشري حقونو نړیوال قانون ته درناوی وکړي او د ښځو حقونو په برخه کې کړو ژمنو باندې عمل وکړي.

ګوتریش زیاته کړې:« د ښځو او نجونو په تړاو د طالبانو دغې پرېکړې اندیښمن کړی یم، چې ښځې باید په عامه ځایونو کې خپل مخونه پټ کړي او یوازې د اړتیا په صورت کې له کوره ووځي

زه یو ځل بیا له طالبانو غواړم،چې له افغان ښځو او نجونو سره پر خپلو ژمنو او د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.» 

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم د افغان ښځو پر وضعیت باندې اندېښنه ښودلې او  د حجاب په اړه د اسلامي‌امارت پریکړه یې له بشري حقونو سرغړونه بللې  ده.

یاد سازمان زیاتوي:« دا تازه فرمان د ښځو او نجونو له حقون د طالبانو د جدي سرغړونو د لړۍ وروستی مورد دی. دا په بېړه د نړیوالې ټولنې ځوابي اقدام ته اړتيا پېښوي.» 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) هم په خپل غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت مشرانو هغه ژمنې نه دي عملي کړي،چې ښځو ته به د کار او تحصیل حق ورکوي.

یوناما زیاتوي:« د حجاب په اړه پریکړه له هغو ژمنو سره په تضاد کې ده،چې په لومړیو کې یې د ښځو په تړاو له نړیوالې ټولنې سره کړې وې. د اسلامي امارت مشرانو ويلي وو، چې ښځو ته به د کار او تحصیل حقوق ورکوي،خو تر اوسه پورې دغه ژمنې هم نه دي عملي شوي. یوناما به دغه اندیښنې د ملګرو ملتونو په عمومي مرکز کې له خپلو چارواکو سره هم شریکې کړي.» 

بلخوا  د افغان ښځو،نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، د دې پر ځای چې افغانستان کې اقتصادي ناورین پای ته ورسېږي،برعکس د ښځو او نجونو پر وړاندې ستونزې او فشارونه په زیاتېدو دي.

هغې زیاته کړې:«اسلامي امارت د دې پر ځای چې اقتصادي ناورین ته رسېدنه وکړي،د ښځو په ځورولو یې پیل کړی دی. طالبانو سره باید د نجونو د ښوونځيو پرانېستلو په اړه خبرې وشي او له ظلم ډکې پریکړې دې نه کیږي.» 

د افغانستان اسلامي امارت امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ښځو حجاب په اړه پرېکړه پر کوردننه هم غبرګونونه له ځانه سره لري. 

د پخواني ولسمشر حامدکرزي د دفتر مشر عبدالکریم خرم ویلي،حکومت باید د فقر ختمولو په اړه اقدامات وکړي.

خرم زیاته کړه:« د افغانو ښځو سُنتي جامه په کلیو او ښارونو کې،له اسلامي حجاب سره برابره او ښایسته جامه ده. غمه باید د فقر و خوړل شي،چې د ایمان دښمن، منکراتو ته ټیل وهونکی او د عزت تالا کوونکی دی. حال داچې متاسفانه په هېواد کې مو د زیاتیدو په حال کې دی.» 

یو شمېر ښځې که څه هم دغه پرېکړه ستايي خو ټینګار لري،چې حکومت دې لویو مسایلو ته لومړیتوب ورکړي.

د افغانستان ښځو وېښابه نهضت مشره وحیده عدالت جو وايي:« حکومت باید پر وړو مسایلو مصروف نه شي. دا کوچنۍ فرهنګي مساله ده او باید ژر تر ژره یې حل کړو. موږ باید لویو امنیتي، اقتصادي او فرهنګي ننګونو ته پر حل لارو غور وکړو. په دې باید ځان پوه کړو،چې څنګه له نورې نړۍ سره تعامل ته غاړه کېږدو او خپلې امنیتي ستونزې کابو کړو.» 

د ښځو حقونو فعاله زرغونه ولي  بیا وايي:« د یادونې وړ یې بولم،چې د افغانستان ښځې مسلمانې دي او پوهېږي،چې څنګه خپل اسلامي حجاب وساتي. له ا.ا غواړو،چې د ښځو پر وړاندې ننګونې زیاتې نه کړي، بلکې د ښځو تر څنګ ودرېږي؛ ځکه ښځې د افغانستان اقتصاد په ودې او د لوږې په له منځه وړو کې رغنده رول لوبوي. بل خوا دا چاره د نړۍ او ا.ا تر منځ د رسمیت پېژندلو لپاره زمینه برابروي.» 

د حجاب په اړه د امر بالمعروف وزارت پرېکړه کې خبرداری ورکړل شوی، هر هغه ښځه چې حجاب مراعت نه کړي، ولي يا د کور سرپرست به يې د درې ورځو له پاره اړونده ریاست ته ورغوښتل او محاکمه کیږي.

د یاد وزارت سرپرست وزیر  محمد خالد حنفي وايي، د اعلان شوې پرېکړې په عملي کولو کې به هیچا سره زور او زياتی ونه شي خو نړیوالو فشارونو ته نه تسلیمیږي.

حنفي زیاتوي:« هر ریاست خپله نظریه،مفکوره او اهداف لري. بل هېواد ته دا جواز نه جوړېږي،کوم اهداف چې لري، د هغې لپاره لاسوهنه وکړي. منفي تبلیغات به کوي،خو موږ او تاسو به

خپل هدف نه پرېږدو. نور فشار ورباندې مه راولئ،ځکه تاریخ ګواه دی، افغانان د چا له فشاره متاثره شوي نه دي.» 

د ښځو حجاب په اړه د اسلامي‌امارت پرېکړه کې په اسلامي‌حجاب چې بورقه یا چادري او تور لباس دی په جبري کېدو یې ټينګار کړی دی.

د اسلامي‌امارت د مشرتابه دغه پرېکړه کې دغه راز راغلي،چې د حجاب نه مراعاتولو په صورت کې به د سرغړونکو ښځینه‌وو، ولي يا د کور سرپرست د درې ورځو له پاره اړونده ریاست ته ورغوښتل او محاکمه کیږي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist