د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې نن یو فلانکوچ ډوله موټر له فولډر سره ټکر کړی دی، چې له امله یو تن مړ او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.

روغتیاپالان وايي، د ژوبلو له ډلې هم د دوه کسانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

په هیواد کې له تیرو څو میاشتو راهیسې د ټرافیکي پیښو کچه زیاته شوې ده،چې ډېری خلک یې اندیښمن کړي دي.

مسوولین د دغو پیښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او چټک سرعت بولي.