Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اوچا: تېره مارچ میاشت په هرو سلو افغانانو کې ۷ تنو یې پوره خواړه لرل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/08

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د سختې بېوزلۍ او فقر په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اوچا ویلي،په  تېره مارچ میاشت کې په هرو سلو افغانانو کې یوازې اووه تنو یې پوره خوړو ته لاسرسی درلود.

اوچا زیاتوي:« د روان کال په مارچ میاشت کې په سلو افغانانو کې یوازې اووه کسانو کافي خواړه  لرل. په افغانستان کې د هغو خلکو شمېر،چې د لوږې، بېوزلۍ او غربت سره مخ دي، د جدي اندېښنې وړ ده. په ورته مهال په دغه هېواد کې هغه میلیونونه افغانان چې ښځې، نارینه او ماشومان په کې شامل دي، د یوه وخت خوړو د پیدا کولو لپاره کار کوي،چې له نامالوم برخلیک سره مخ دي.» 

د اوچا مشرې ایزابېل موسارډ کارلسن د هغو افغانانو پر ملاتړ او ورسره پر مرستو هم ټینګار کړی دی،چې په تېرو اونیو کې د سختو سېلابونو او ورښتونو له امله ورته درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل. 

دغو سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو او د بشري مرستو جلبولو لپاره د اسلامي مارت د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې پر نړیوالو مرستندیویه موسسو او سازمانونو غږ کړی دی،چې په افغانستان کې د طبیعي پيښو زیانمنو سره مرستې وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز عزیز وايي:« نړیوالو ته یې باید څرګنده کړي،هغه موارد چې ستاسو غوښتنې دي، موږ کولای شو، چې په دې اړه باندې ګامونه واخلو. دغه کارونه او چارې کولای شي،چې د نړیوالو مرستو هغه لړۍ چې په افغانستان کې اوس وخت کې ډېر ټکني حالت کې روانه ده،چټکتیا ورکړي. » 

په افغانستان کې فقر او بېوزلي ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې ده. د افغانستان اسلامي امارت نړیوالو پر نړیوالو په ځلونو غږ کړی  دی،چې له افغانانو سره د بشري مرستې نه سیاسي کوي او دوام دې ورکړي.

که څه هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په تازه راپور کې ویلي، سږني کال کې له ۱۸  میلیونو زیاتو افغانانو ته بشري مرستې رسېدلي،خو پر وینا یې باید دغه لوږه او بېوزلي بنسټیزه ختمه شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist