پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو که څه هم څه باندې اته نیمې میاشتې تېریږي،خو نړیوال لا هم په خپل دریځ ټینګ دي او له طالبانو د ټول شموله حکومت تشکیلول غواړي،هغه غوښتنه چې د رسمیت پیژندنې لپاره له کلیدي شرطونه ده.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي او د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د افغانستان په تړاو خبرې کړي دي. نوي ډیلي او پاریس په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، دافغانستان په نوي حکومت کې باید ماشومانو، ښځو او لږکیو ته درناوی موجود وي.
د ګډې خبرپاڼې یوه برخه:« فرانسې او هند د افغانستان روان بشري وضیعت او د بشر حقونو نقض په اړه جدي اندېښنه ښودلې ده او د یوه با ثباته او سوله ییز افغانستان یې ملاتړ ښودلی دی. دواړو هېوادونو ټینګار کړی دی،چې د افغانستان اقتدار،یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او په کورنیو چارو کې به یې لاسوهنه نه کوي.»
د ایمانول ماکرون او نرېندرا مودي د لیدنې په ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان په موضوع کې باید له هیڅ زغم کار وانخېستل شي او باید اجازه ورنه کړل شي،ترڅو یاده خاوره بیا د ترهګرو له خوا وکارول شي.