Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت پوهنې وزارت وايي،سږ کال اراده نه لري،چې د ښوونځیو لپاره نصاب نوی کړي.
د یاد وزارت ویاند عزیز احمد ریان هغه راپورونه تشې آوازې وبللې،چې ویل کېدل، اسلامي امارت د ښوونځيو نصاب بدل کړی دی.
ریان رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د تېر حکومت نصاب اوس هم په ښوونیځو کې تدریس کېږي.
هغه د راتلونکو کلونو په تړاو وویل،هڅه روانه ده،چې د مضامینو په منځپاڼګه کې ځینې بدلونونه راشي او لامل یې په درسي بهیر کې ښه والی راوړل دي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي ول،چې ګواکې د پوهنې وزارت غواړي سږ کال نصاب بدل کړي.