Skip to content
ایراني چارواکي وايي، د دغه هېواد په بندر عباس ښار کې لسګونه کسانو زهرجن شراب څښلي،چې له امله یې ۸ کسان مړه شوي او له ۶۰ زیات نور په روغتونونو کې بستر دي.
روغتیاپالان وايي، په بستر شویو کسانو کې د ۱۷ روغتیایي حالت ښه نه دی.
د دغې پیښې په تړاو ۸ کسان نیول شوي او څېړنې دوام لري.
همداراز ویل کیږي،چې په دغه سیمه کې څه باندې ۱۲ سوه لیتره شراب هم نیول شوي دي.
که څه هم ایران کې د شرابو جوړول او پلور په بشپړه توګه بند دی،خو ځینو ښارونو کې په پټه پلورل او کارول کېږي.
په یاد هېواد کې د شرابو څښل له ۲۰۲۰ کال راهیسي داسې مهال زیات شوي،چې ډېری ایرانیان دا ګومان کوي،چې شراب د کورونا وبا لپاره ښه او ګټوره درمل دي.