Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړی غړی انس حقاني وايي، راتلونکو ورځو کې به د دیني عالمانو غونډه وکړي،چې ورسره به د نجونو ښوونځیو ستونزه حل شي.
حقاني دغه خبرې په خوست ولایت کې یوې ولسي ناستې ته په وینا کې وکړې.
حقاني دغه خبرې وروسته له هغې کوي،چې څو ځل دیني عالمانو په بېلابېلو لیکونو او توصیو کې له اسلامي امارته غوښتي دي،چې د نجونو زدکړې شرعي ستونزه نه لري.
هغوی په کراتو غوښتنه کړې ده،چې ژر دې د نجونو ښوونځي پرانېستل شي.