Skip to content
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې يوناما او د ملګروملتونو نړيوال سازمان او د افغانستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي توماس ويست، ایران او پاکستان سربیره یو شمیر افغانانو دغه برید غندلی او بشري جنایت یې بللی دی.
په ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مرستيال رامز الګبروف کابل کې د خلیفه صاحب په جومات د ورمې ورځې برید غندلی دی.
الګبرووف دغه پیښه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواشیني ښودلې او د ټپیانو ژر روغیدو هېله یې کړې ده.
الکبرووف زیاته کړه:« د نن ورځې برید،چې د روژې مبارکې میاشتې په اخره جمعه شوی،د افغانانو لپاره یوه بله دردونکې پیښه ده او څوک چې داومداره ناامنی او تاوتریخوالي ته لمنه وهي. دا د ملکي خلکو لپاره ډېره سخته ده،چې په جومات، ښوونځي، بازار او هېڅ ځای کې خوندي نه دي او په نښه کیږي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما په افغانستان کې دغه خونړی برید په خواشینۍ سره غندلی او وایي، د ملکیانو پر وړاندې اوسني بریدونه، قومي او مذهبي ډلې په نښه کول په افغانستان کې د یوه بد جريان پیل دی.
یوناما زیاته کړې:« دغه برید،چې د روژې میاشتې په ورستۍ اوونۍ او د کوچني اختر په را رسیدو سره په عامو خلکو ترسره شو،بشري جنایت دی. هېڅ داسې کلمې نشته دی،چې دغه عمل پرې وغندل شي او عبادت ځایونه په نښه کیږي، په داسې حال کې چې مسلمانان په ټول افغانستان کې د اختر نماځلو تیاری نیسي.»
د افغانستان لپاره د امريکا متحده ایالتو ځانګري استازي توماس ويسټ د ياد بريد د غندنې تر څنګ د مجرمينو د نيولو او هغوي ته د درنې سزا ورکولو غوښتنه هم کړې ده.
ویسټ زیاته کړې:« د خلیفه صاحب د جومات پر ګډون زه د تېرې اوونۍ د بې ګناه افغانانو پر وړاندې بې رحمانه او وحشتناک بریدونه غندم. دغه بریدونه باید بند شي او مجرمین یې باید مجازات کړل شي او سخته سزا وویني.»
کابل کې د ایران سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د خلیفه صاحب پر جومات او خانقا برید دا وښوده،چې دښمن پر شعیه او سني دواړو رحم نه کوي.
د ایران سفارت د ټویټ یوه برخه:« د افغانستان اوسنی حکومت به د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې مبارزه کې بریالی شي او افغانانو ته به امن چاپیریال جوړ کړي.»
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سر په کابل کې د وړمې ورځې برید غندلی دی.
د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایو او خپله خواخوږي ورسره شریکوو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعاء کوو. موږ د تروریزم پر وړندې مبارزه کې په اغیزمنه توګه د افغان وروڼو ملاتړ کوو.»
پر کور دننه هم ګڼو سياسيونو د غه بريد غندلی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خلیفه صاحب پر جومات بريد بشري جنایت ياد کړی او دا عمل يې د افغانستان د خلکو د سولې او یووالي د دښمنانو کار ګڼلی دی.
کرزي زیاته کړې:« په خليفه صيب جومات بريد په کلکو ټکو غندم او دغه بریدونه دسیسه بولم او د پردو د شومو اهداف د شنډولو لپاره د افغانستان د خلکو پر آګاهانه عمل او د ملي اتحاد او اتفاق پر لا زیات تقویت ټینګار کوم. د خواشینۍ او ډاډگیرنې مراتب د دغې غمجنې پيښې د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوم او د لوی خدای(ج) له درباره شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوم.»
د کابل د وړمې ورځې بريد،چې په يو جومات کې ترسره شو، ټول قربانیان یې عام وګړي دي.
د کابل امنیه قومانداني په دغه پيښه کې ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله تائیدوي،خو ځايي سرچینې بیا وايي، په دغې پيښه کې له ۸۰ زیات کسان شهیدان او ټپيان شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی،چې په کابل کې جومات نه په نښه کيږي،بلکې له دې وړاندې په بلخ، کندز او کابل کې هم ورته بريدونه ترسره شوي،چې په پایله کې سلګونه ملکي کسان شهیدان او ټپيان شوي دي،چې د ځينو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.