Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وايي، ایران اراده لري،چې د دواړو هېوادونو د پولې پر سر روغتون جوړ کړي.
عباد، له ایران سره د پولې پر سر د روغتون جوړولو ترڅنګ په کابل او بامیانو ولایتونو کې د دوه روغتونونو د جوړیدو خبر هم ورکړ.
قلندر عباد وايي، دغه روغتونونه هم د ایران پر ملاتړ د جوړیدو په حال کې دي.
دغه راز عباد وايي، د یاد وزارت امکانات د اوس لپاره بسنه نه کوي او د نورو ملاتړ او همکارۍ ته اړ دي.
هغه د کورونا وبا ضد واکسینو او نورو درملو په برخه کې هم له نړیوالو د مرستې او ملاتړ غوښتوونکی دی.