Skip to content
روسیې د امریکا متحده ایالتو هغې پریکړې ته غبرګون ښودلی دی،چې پر بنسټ یې یاد هېواد غواړي د افغانستان پوځ لپاره پیرل شوې ۱۱ چورلکې اوس اوکراین ته ورکړي،ترڅو یې له روسیې سره په جګړه کې وکاروي.
د امریکا متحده ایالتو دفاع وزارت تېره اوونۍ پریکړه وکړه،چې د افغانستان لپاره پیرل شوې چورلکې هیڅکله دغه هېواد ته نه دې لیږدول شوي او د دوی ملکیت دی،چې اوس یې اوکراین ته ورکوي.
روسیه کې د پوځي تخنیکي همکاریو فدرالي ادارې ویلي،د امریکا دا پریکړه له نړیوال قانونه ښکاره سرغړونه ده.
یادې اداره زیاته کړې:« د امریکا متحده ایالتو هغه یو اړخیزه پریکړه،چې غواړي د افغانستان چورلکې اوکراین ته ورکړي،د نړیوالو قوانینو او د امریکا متحده ایالتو او روسیې ترمنځ په همدې تړاو له شوې هوکړې ښکاره سړغړونه ده.»
د امریکا متحده ایالتو دفاع وزارت یا پنټاګون د افغانستان پوځ لپاره ټولې شپاړس MI-17 چورلکې له روسیې د دې لپاره پیرلې وې،چې افغان پیلوټان له یادو چورلکو سره آشنا وو.
اوس د روسیې پوځي تنخینکي همکاریو اداره وايي، د امریکا له متحده ایالتو سره په هوکړه کې داسې څه نشته دی،چې امریکا دې یادې چورلکې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پرته بل درېیم هېواد ته ورکړي.
یاده اداره زیاتوي:«د امریکا متحده ایالتو او روسیې ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ امریکا باید ترلاسه کړې چورلکې د افغانستان وسله وال پوځ ته ورکړي او د افغانستان اسلامي جمهوریت پرته یې درېیم هېواد ته د روسیې له اجازې پرته د ورکړې حق نه لري.»
اخوا د پوځي چارو شنونکي په دې باور دي،چې یادې چورلکې د امریکا ملکیت او اسلامي امارت هم د دې وړتیا نه لري،چې بېرته یې هېواد ته راوګرځوي.
دوی وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکامتحد ایالتو ولسمشر جو بایډن دواړه پر نړیواله کچه د بشري حقونو له لویو سړغونکو څخه دي.
د امریکا دفاع وزارت تازه په یو راپور کې ویلي،چې افغانستان کې ترې د ۷ اعشاریه ۱۲ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې دي،چې په کې الوتکې، موټر، وسلې، مخابرې او مرمۍ شاملې دي. پنټاګون ویلي، د یادو تجهیزاتو د بېرته راستنولو اراده نه لري،خو یادونه یې کړې ده،چې له طالبانو به هم له فعالیت ولویږي،ځکه د بیا ترمیم وړتیا یې نه لري.