Skip to content
د افغانستان لپاره د اروپايي تولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن له خپل امریکايي سیال توماس ویسټ سره د چهارشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د عويي پر ۷ مه» په واشنګټن کې لیدلي.
په لېدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې پر ګډ کار ټېنګار کړی دی.
امریکا کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ ټویټر پاڼې لیکلي، د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړي استازي ژمنه وکړه،چې په سیمه کې به د ټيکاو په موخه بشپړه همکاري کوي.
دواړو لورو ډاډ څرګند کړی دی،چې لومړیتوب یې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړیدل او بشري حقونو ته درناوی دی.
اخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې واشنګټن ته یې درې ورځنی سفر له لاس ته راوړنو ډک و او د افغانستان په تړاو یې ډیر پراخ بحثونه وکړل.