Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت وايي، په هېواد کې د داعش ډله ۹۸ سلنه له منځه تللې ده.
یاد وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،داعش ډله تر دې وورسته افغانستان ته د یوه ګواښ په توګه نه شمېرل کیږي.
وزارت زیاته کړې، خپلو ټولو هڅو ته یې دوام ورکړی،چې د نورو وسله والو فعالیتونه هم ختم کړي او پټنځایونه یې له منځه یوسي.
کورنیو چارو وزارت وروسته له هغه دا خبرې کوي،چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ستره اندیښنه له افغان خاورې هغوی ته ګواښ پیښیدل دي.
د مرکزي اسیا هېوادونه،روسیه او هند هغه هېوادونه دي،چې د اسلامي امارت له واکمن کېدو وروسته څو ځلې همدا ټینګار کوي،چې له افغان خاورې باید دوی ته ګواښ پیښ نه شي.