د سیاسي چارو شنونکي وايي،دایران،چین،روسیې او د سیمې یو شمیر نورو مهمو هېوادونو له لوري د افغانستان د دیپلوماتانو منل په دې مانا دي،چې سیمه له ډیپلوماتیک پلوه د افغانستان له نوي نظام سره ستونزه نه لري او په غیر رسمي توګه یې په رسمیت پیژندلی دی او له سیاسي انزوا وتلی دی.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:«دا چې د افغانستان یا د اسلامي امارت ډیپلوماتان د ایران په ګډون د سیمې هېوادونو منلي دي، دا په دې مانا ده،چې د سیمې پر کچه افغانستان په غیر رسمي توګه په رسمیت پیژندل شوی دی او افغانستان له منزوي حالته وتلی دی. سره له دې چې دغه کار خلاف د ډیپلوماتیکو اصول دی،لومړي پړاو کې باید دوی افغانستان په رسمیت پیژندلی وای او بیا یې ډ یپلوماتان منلي وای.»
تازه تهران د کابل درې ډیپلوماتان منلي دي او د افغانستان په سفارت کې یې په فعالیت پیل کړي،خو لاهم د جمهوریت مهال سفیر د سفارت چارې سمبالوي.
خو ځینې نور په دې اند دي،چې په غیر رسمي توګه د ډیپلوماتانو منل،کوم ځای نه نیسي او باید په رسمي توګه د افغانستان نوي حکومت سفیران ومنل شي او د اسلامي امارت بیرغ ته په کې اجازه ورکړل شي.
د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« موږ نه شو کولای،چې په کلونو کلونو مو مامورین په سفارتونه کې کار وکړي،خو په رسمیت مو نه پيژني. دا یو ناپيژندل شوی معمول دی،چې افغانستان ورسره مخ دی. دې کار ته باید خاتمه ورکړل شي،باید سفیر ومنل شي،د اسلامي امارت بیرغ پورته شي،په رسمي توګه باندې اړیکې باید اعاده شي.»
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، په ځانګړې توګه ایران او روسیه غواړي،د افغان نوي حکومت د ډیپلوماتانو په منلو سره پر ام ن ریکا او لویدیځ فشار راوړي،چې دغه کار به د افغانستان لپاره ناوړې پایلې ولري.
ځلاند وايي، افغان حکومت ته په کار دي،چې متوازنه بهرنی سیاست ولري او هېڅ هېواد ترې د ځان پر ګټه کار ونه اخلي.\
هغه زیاته کړه:«دا پرې فشار راوړي،له امان الله خان رانیولې،تر داوود خان پورې افغان دولتونو له سیمې سره ورته تعاملات درلودل،چې پرغرب فشار راوړي،خو د افغانستان لپاره یې ناوړې پایلې درلودې.»
په سیمه کې پاکستان،ترکیې،چین،روسیې،قزاقستان،ازبکستان،قرغزستان او اوس ایران هغه هېوادونه دي،چې ځينو یې د اسلامي امارت ډیپلوماتان منلي دي او ځینو سفارتونه ورته سپارلي دي،چې د اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې لپاره یې هېلې زیاتې کړي دي.