د ملګرو ملتونو کارپوهانو یوې ډلې په یوه خبرپاڼه کې د امریکا له متحده ایالتو غوښتي دي،چې د افغانستان بانک اووه میلیارده ډالر دې آزاد کړي،ترڅو په افغانستان کې له لسګونه میلیونه اړمنو خلکو سره بشري مرستې دوام پیدا کړي.
دوی د افغانستان پر روان بشري وضیعت ژوره اندېښنه ښودلې او د افغانستان د نیمایي وګړو ژوند یې له سخت بشري ګواښ سره مخ وباله.
یادو کارپوهانو د بایډن له ادارې غوښتي دي،چې پر افغانستان دې خپل یو اړخیز بندیزونه لرې کړي،ترڅو مالي او د بشري مرستو رسولو فعالیتونه له سره پیل شي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« که څه هم په افغانستان کې جنسیتي تاوتریخوالی له پخوا روان دی او پر نجونو او ښځو یې اغیز ډېر دی،د امریکا لخوا پر افغانستان لګیدلو بندیزونو،وچکالۍ او د اوسني واکمنانو له خوا جنیستي تبعیض یاد وضیعت لا پسې سخت کړی دی. پر امریکا غږ کوو،چې د افغانستان بشري ناورین ته په کتو دې خپلې پریکړې له سره واخلي.»
خبرپاڼه کې ویل شوي،افغانستان اوس د ځمکې پر سر یوازینۍ هېواد دی،چې ۲۳ میلیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړ دي او د ناسالمو خوړو تر ټولو لوړ شمیر لري.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي،چې پر افغانستان د بانکي بندیزونو له امله دلته فعالې بشري ادارې د نغدو پیسو له سخت کمښت کړیږي او مرستندویه هېوادونو په دې تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د معافیتونو سربېره هم یاده ستونزه نه ده حل کړې.