Skip to content
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غويي پر ۵ مه» په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره کتلي دي.
د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر روان وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر لا پیاوړتیا خبرې کړې دي.
کرزي له ترکیې د دغه هېواد د معارف بنسټ له خوا شااوخوا شپږ زرو افغان زده کوونکو ته د زده کړو د زمینې برابرولو او افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو له ورکړې مننه کړې ده او ترکیه یې د افغانستان تاریخي دوست هېواد بللی دی.