Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

منیر: د ښوونکو تشکیل د ولایتونو او ولسوالیو پر کچه عادلانه نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/26

د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت سرپرست نور الله منیر لوګر ته د سفر پر مهال وویل، په تیرو کلونو کې ولایتونو او ولسوالیو ته په غیر عادلانه ډول د ښوونکو تشکیل ورکړل شوی،چې په هېڅ ډول ورته د منلو نه دی. 

منیر وايي، ځېنې ولایتونو ته د ولسوالیو او ځینې ولسوالیو ته  د ولایتونو تشکیل ورکړل شوی، له ښوونځیو په سم ډول څارنه نه ده شوې او پر وینا یې  دې چارې د زده کړو پر بهیر ناوړه اغیزه کړې ده. 

منیر زیاته کړه:« د تشکیل په حساب باندې موږ ګورو داسې ولایت او داسې ولسوالۍ شته  دی،چې په اووه کسانو یو ښوونکی شته  دی، خو داسې سیمې شته دی، چې په ۷۰ کسانو هم یو ښوونکی نه شته دی. داسې ولایت هم شته،چې د ښوونځیو او ښوونکو شمیر یې له ولسوالیو کم دی.» 

په ورته وخت کې منیر وایي، وزارت د ولایتونو مرکزونو او ولسوالیو کې د دیني مدرسو جوړولو پلان لري، چې ټول فنون به په کې تدریس کیږي .

هغه زیاته کړه:« پوهنې وزارت پلان لري،چې هر ولایت کې یوه لویه مرکزي مدرسه جوړه کړي، چې ټول فنون به په کې تدریس کېږي، لویه او وړه دوره به هم همدلته کیږي. همدا راز ولسوالیو کې به مدرسې جوړیږي.» 

د لوګر یو شمیر اوسېدونکي بیا له پوهنې وزارته غواړي،چې ښوونځیو کې دې د مسلکي ښوونکو شمیر زیات او زده کوونکو ته دې کتابونه او نور درسي مواد ورسوي. 

د لوګر ولایت یو تن اوسېدونکی وايي،‎:« ځینې ښوونځي ودانۍ نه لري او ځېنې ښوونځیو کې د ښوونکو شمیر کم دی، باید دا ستونزې هوارې شي،ترڅو د پوهنې بهیر مثبت تغیر وکړي.»

د لوګر ولایت یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« زده کوونکي درسي کتابونه نه لري، د دې تر څنګ د مسلکي ښوونکو کموالی هم یوه لویه ستونزه ده. هېله لرو،چې د هواري لپاره یې اقدامات وشي.» 

د کتابونو او ښوونکو کموالی او د دیني مدرسو ودانیو نه موجودیت لوګر کې د دیني زده کړو پر وړاندې سترې ستونزې بلل کیږي او پوهنې ریاست یې د حل غوښتنه کوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist