Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سپیري: نړۍ کې تېر کال د څه باندې دوه تریلیونه ډالرو په ارزښت د وسلو کاروبار شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/26

سویډن کې د سولې نړیوال څیړنیز انسټیټوټ یا سپیري په  خپل تازه راپور کې ویلي،په  ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې پر نړیواله کچه د دوه اعشاریه یو ټریلیون ډالرو په ارزښت د وسلو پیر او پلور شوی دی،چې د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوړ ارقام دي.

په  راپور کې ویل شوي،که څه هم د کورونا وبا له امله نړیوال اقتصاد ځپل شوی ،و هېوادونو د اووم پرلپسې کال لپاره هم په خپلو پوځي لګښتونو کې زیاتوالی راوستی دی.

د راپور له مخې، د امریکامتحد ایالت، چین، هند، بریټانیا او روسیه پنځه هغه هېوادونه دي،چې د وسلو تر ټولو ډېر کاروبار یې کړی او د نړۍ ۶۲ سلنه سوداګري د همدې هېوادونو له خوا شوې ده.

د راپور یوه برخه:« ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې د ۲ اعشاریه ۱ تریلیون ډالرو په ارزښت د وسلو کاروبار شوی  دی،چې د اووم پرلپسې کال لپاره لوړوالی ښیي. دا د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوړه کچه ده. د کورونا وبا  له امله د خراب اقتصادي وضیعت سربېره د نړي پر کچه هېوادونو د خپلو وسلو زیرمې پراخې کړي دي.» 

د امریکا متحده ایالت،چین،هند،بریټانیا او روسیه په ترتیب د نړۍ لومړی،دویم، درېیم، څلورم او پنځمه شمېره هېوادونه دي،چې د نورو پرتله یې د وسلو ډېر کاروبار کړی دی.

د یاد انسټیټیوټ په راپور کې راغلي،چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال شمېرې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال پرتله صفر اعشاریه اووه سلنه لوړې شوي دي.  

د نړۍ یادو پنځو هېوادونو تېر کال خپلې پیسې په دې ډول لګولي دي.

د راپور یوه برخه:«   د  امریکا متحده ایالتو ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې ۸۰۱ میلیارده ډالر په وسلو لګولي دی، چې ۱ اعشاریه ۴ سلنه کموالی ښیي. چین ۲۰۲۱زېږدیز کال کې ۲۹۳ میلیارده ډالر په وسلو لګولي،چې ۴ اعشاریه ۷ سلنه لوړوالی ښیي.  هند ۲۰۲۱ زېږدیز کال ۷۶ اعشاریه ۶ میلیارده ډالر په وسلو لګولي،چې صفر اعشاریه ۹ سلنه لوړوالی ښیي.  بریټانیا ۶۸ اعشاریه ۴ میلیارده ډالر په وسلو لګولي،چې درې سلنه لوړوالی ښیي.  روسیې ۵ اعشاریه ۹ میلیارده ډالر په وسلو لګولي،چې څه باندې ۸ سلنه کموالی ښیي.» 

له  یادو پنځو هېوادونو سربېره د اروپایي ټولنې اتو هېوادونو هم تېر کال کې پر وسلو لګښتونه لوړ کړي او د خپلو ملي ناخالصو عواید کچې یې دوه سلنه ته  رسولې ده.

وړم کال سعودي عربستان هم د یادو پنځو هېوادونو په ډله کې و،خو تېر کال یې د وسلو لګښت کې اوولس سلنه کموالی راوستی او خپل څلورم ځای یې بریټانیا ته پریښی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist