ريان زیاته کړه:« اسلامي امارت دغه موضوع ته په بشپړ ډول متوجې دی. دغه موضوع يې له نظره نه ده غورځولې او نه يې غفلت کړی دی، بلکې د ټول اسلامي امارت پر سطحه په دې موضوع مسلسل بحثونه او مشورې روانې دي. هېله شته دی،چې په نږدې راتلونکې کې دغه موضوع ته مناسب حل پیدا شي.»
له شپږم پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو بنديدو په اړه تحليل کوونکي وايي، کم شمیر طالبان له دغې پرېکړې سره موافق نه دي او پر زیاته کچه مشران د ښځو زده کړو ته ژمن دي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سيد بلال احمد فاطمي وايي:« داسې ويل کيږي،چې د دوی په مشرانو کې دوه مشران دي،چې هغوی مخالفت کوي او دوی کوښښ کوي،چې هغه راضي کړي. خبره دا ده،چې ويل کيږي، دا کار د ګاونډیانو لاسپوڅي په نظام کې موجود دي،چې یو تعداد يې دومره نه دي، ډیر کم دي. اتيا سلنه د طالبانو مشران د ښونځيو پرانېستل غواړي،هغه دوی تر تاثير لاندې نيولې دي.»
په ورته وخت کې فاطمي وايي،د ښوونیز بهیر نور ځنډول به په افغانستان د نړیوالو فشارونه زیات او دا هېواد به د اوږدې مودې لپاره په نړیواله انزوا کې پاتې شي.
فاطمي زیاته کړه:«که چېرته دا ستونزه دوی حل نه کړي، د دوی پر وړاندې به ستونزې زياتې شي، منفي تاثيرات به پر اسلامي امارات زيات شي. نړۍ به هم خپلې پرېکړې ونيسي. نظام د دې پر ځای چې استحکام خواته ولاړشي، دا به د نظام د کمزورۍ لامل شي.»
ځینې نور بیا ټېنګار کوي،چې اسلامي امات دې هغه فرصتونه نه ضایع کوي،چې د نړیوال مشروعیت اخېستلو لپاره مهم او اړین دي.
دوی وايي، د ښوونځيو په بیا پیلیدو پريکړې سره به اسلامي امارت د نړيوالو باور ترلاسه او تعامل ته به لار پرانېستل شي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شهسوار سنګروال وايي:« د اسلامي امارات لپاره چې تقريباُ نږدې شااوخوا اته مياشتې تيريږي،خو اسلامي امارت چا په رسميت نه دی پیژندلی. که چېرته دا يو خنډ وي، او د دې په څېر ځيني نور خنډونه وي،نو د دې خنډونو لرې کولو لپاره خو اړینه ده،چې طالبان بايد عملي اقدام وکړي، تر څو اسلامي امارت پر رسميت وپیژندل شي.»
د نوي تعلیمي کال له پیل نه څه باندې یوه میاشت تیریږي،خو تر اوسه پورې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي نه دي پرانېستل شوي او د سلګونه زره نجونو برخلیک نا مالوم دی.
دغې پريکرې په کور دننه او بهر غبرګونونه پارولي او ګڼ شمير علماوو او د مدني ټولنې غړو او سیاسي احزابو یې د پرانېستلو غوښتنه کړې ده.