کریمي وايي، دغه پلاوی لویې څارنوالۍ تشکیل کړی او ډېر ژر به ایران ته سفر وکړي.
کریمي زیاته کړه:« داسې ټاکل شوې،چې د اسلامي امارت لویې څارنوالۍ او قضا مسوولین ایران ته سفر وکړي، هلته یو شمېر کسان په زندانونو کې دي، نورې ستونزې هم دي، د هغوی څېړنه او برسي به وکړي او د استرداد لپاره به یې لارې چارې ولټوي او له ایراني مسوولینو سره به په دې اړه خبرې وکړي.خو دا چې څه وخت به ځي او څومره کسان به یې په ترکیب کې وي، مالومه نه ده. »
د سیاسي چارو شنونکي دغه سفر ګټور بولي او تمه لري،چې هلته د افغان کډوالو د ستونزو په حل کې به مرسته وکړي،خو په باور یې یران خپلې ګټې لري او وروستی تاوتریخوالی هم د فشارونو لپاره وه.
د سیاسي چارو شنونکی محمد نبي افغان وايي:« ګاونډیو تل دا هڅه کړې،چې د دوی ګټې خوندي شي، نو دوی زموږ له افغانانو سره څه ستونزه نه لري. دوی خپلې ګټې خوندي کوي. که چېرې خبرې پایله ورکړي، نو حتما به یې خوشې کوي او هغه دوی ته کومه ګټه نه لري. دوی یوازې د فشار الې په ټوګه ترې استفاده کوي او استفاده یې کړې ده.»
ایران ته د اسلامي امارت د پلاوي له تګ سره به تر کومه حده د افغان کډوالو او زندانیانو ستونزه حل شي،خو اسلامي امارت هېله من دی،چي د پلاوي له سفر سره به د دواړو هېوادونو اړیکې ښې او پیاوړي شي.