Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا دویم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي نن یکشنبه د « ۱۴۰۱ کال د غويي پر ۴ مه» کابل کې د ملا محمد عمر مجاهد د مړینې نهم تلین نمانځغونډه کې د وینا پر مهال وویل، د افغانستان خاوره به د نورو پر ضد ونه کارول شي
حنفي وايي، نور هیوادونه دې هم هڅه وکړي،چې د هغوی له خاورې افغانستان ته ګواښ پیښ نه شي.
حنفي وايي، ملا محمد عمر ټول هغه قومي تعصبات ،چې د اسلام خلاف و، له منځه یوړل.
حنفي په دغه ناسته کې وویل، اوس مهال نشه يي توکي په ټول هېواد کې منع دي او هیچاته یې د کښت، سوداګرۍ او قاچاق اجازه نه شته دی.
غونډه کې د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب د وروستیو بریدونو په تړاو وویل؛ هیچاته به اجازه ور نه کړي،چې د دوی نظام وننګوي او ژر به یې له پښو وغورځوي.