Skip to content
د کندز ولایت امام صیب ولسوالۍ اړوند د مولوي بشیر احمد په نوم جومات کې د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غويي پر۲ مه» له لمانځه وروسته خونړۍ چاودنه شوې،چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په دې چاودنه کې ۳۳ کسان،چې ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي او ۴۳ نور ټپيان دي.
مجاهد دغه پېښه غندلې او عاملينو ته یې د سزا ورکولو ژمنه کړې ده.
ویل کېږي،چاودیدونکې توکي له وړاندې د امام په خونه کې ځای پرځای شوي وو.
اخوا د کندز عامې روغتیا ریاست یوې سرچینې شمشاد ته بیا ویلي، په دغه پېښه کې ۳۴ کسان وژل شوي او ۴۹ تنه نور ټپيان شوي دي.
د سرچینې په خبره، په ټپیانو کې د ځینو کسانو روغتیایي وضعیت نازک دی،چې ښايي د وژل شویو کسانو شمېر کې زیاتوالی راشي.
تراوسه پورې کوم کس یا وسله والې ډلې د دې پېښې مسووليت پر غاړه نه دی اخېستی.
د پنجشنبې په ورځ د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د سه دوکانه په نوم د اهل تشیع په یوه جومات کې هم چاودنه شوی وه،چې له امله یې له ۲۰ ډېرو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.
د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش ډلې ادعا کړې ده،چې په مزار شریف کې د شعیه مذهبو په جومات کې چاودنه دوې کړې.