په پکتیا ولایت کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له روزنیز مرکزه د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غويي پر ۲ مه» د ۵۸۰ سرتېرو فراغت مراسم ترسره شول.
د یادې قول اردو قوماندان خالد ایوب د سرتېرو فراغت په اړه جوړو شویو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل،دغو سرتیرو اړینې نظامي زده کړې تر لاسه کړي،چې پکتیا، پکتیکا او خوست ته څیرمه به پر ډیورنډ فرضي کرښه ځای پر ځای شي.
ایوب وايي،له روژې وروسته د ډیورنډ فرضي کرښې هغو سیمو کې هم پوستې جوړوي،چې تر اوسه پورې په کې اسلامي امارت نظامي حضور نه لري.
هغه زیاته کړه:« سرحدونو لپاره خو اوس تاسو ولیدل، چې دلته د سپکو او درنو وسلو تمرینات وشول. دا سرتیري خو سرحدونو ته لیږو،سرحدي سیمو کې د پوستو پر جوړولو کار روان دی او هغو سیمو کې به له روژي وروسته پیل شي،چې لا پوستې په کې نه لرو.»