Skip to content
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ له مخکېني ولسمشر حامد کرزي سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړي دي.
توماس وېسټ ویلي،له حامد کرزي سره یې په ټلیفوني خبرو کې د افغانستان پر روان وضعیت، وروستیو ترهګریزو بریدونو او د نجونو د زده کړو پر بهیر خبرې کړې دي.
وېسټ افغانستان کې په روان وضعیت او ملکي مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې ده.
ویسټ همدار راز ویلي، اسلامي امارت پر کړیو ژمنو عمل نه دی کړی او همدا لامل دی،چې دوی یې اندېښمن کړي دي.
دواړو لورو ټینګار کړی دی،چې نوی حکومت باید د افغانستان د پرمختګ او ودې لپاره له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي او د خلکو د امنیت لپاره دې هڅې پراخې کړي.