Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: ګردیز کې شااوخوا۲۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/21

په سویل کې  د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند غفور خېلو سیمه کې شااوخوا ۲۰۰ کورنۍ  د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د غفورخېلو سیمې اوسیدونکي وايي، له دوو کلونو راهیسې یې د سیمې سربند سیلابونو وړی،چې له امله یې شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکه شاړه شوې او د وچکالۍ له کبله یې څاګانو کې اوبه وچې شوي او په سخته د څښاک اوبه پیدا کوي.

د غفورخېلو سیمې یو تن اوسېدونکی وايي:« زموږ  ۲ زره جریبه ځمکه شاړه شوه. باغونه وچ شول،څاګانو کې مو هم اوبه وچې شوې،له سخت حالت سره مخ یو.»

د غفور خېلو سیمې یو بل اوسېدونکی بیا وايي:«موږ څاروي خرڅ کړل، اوبه نشته دی، ځمکې مو شاړې دي.د څښاک اوبه له نورو لیرې سیمو راوړو او اړ یو،چې کډې بار کړو،بله چاره نشته دی.»

د ګردیز غفورخیلو سیمې اوسېدونکي وایي،د سربند او دوه کیلو متره ویالې جوړولو توان نه لري او اسلامي امارت او مرستندویه موسیسې دې ورسره مرسته وکړي .

دوی وایي،پخواني حکومت کې یې ډېرې دروازې ټکولي،خو پر وینا یې غږ یې نه دی اوریدل شوی.

د غفورخېلو سیمې یو تن اوسېدونکی وايي:« د سیلابونو له کبله زموږ د کلي دغه ویاله ویجاړه شوې. خلک یې د جوړولو وس نه لري. اسلامي امارت او موسیسې دې همکاري وکړي،چې کلي کې اوبه ولرو او شاړې ځمکې بېرته ابادې شي.»

د غفور خېلو سیمې یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې زموږ دا ستونزه دې هواره کړي،مخکیني حکومت کې مو ډېرې دروازې وټکولې،خو چا مرسته را سره ونه کړه.» 

د پکتیا کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مشر میرزاجان صادق هم یو شمیر سیمې له وچکالۍ سره مخ بللي او ویلي یې  دي،چې له مرستندویه بنسټونو سره اړیکه کې دي،ترڅو خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي. 

صادق زیاته کړه:« پلان لرو او موسیسو سره مو هم خبرې کړي،هغه سیمې چې لیرې دي کار ورته نه دی شوی او یا هم له وچکالۍ سره مخ دي. د دوی لپاره باید د څښاک پاکې اوبه برابرې کړو.»

په ورته ډول د پکتیا په یو شمیر ولسوالیو کې هم خلک د وچکالۍ له کبله اندیښمن دي او وایي، د څښاک پاکو اوبو  او ځمکو خړوبولو لپاره یې اوبو ته لاسرسی سخت شوی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist