Skip to content
د اسلامي امارت دفاع وزارت وايي، سهراب الدین سهاک چې د تېر نظام له سقوط وروسته امریکا ته تللی و، بېرته هېواد ته راستون شوی دی.
یاد وزارت زیاتوي، افغان پیلوټ سهراب الدین سهاک د تخلیې په بهیر کې له افغانستانه وتلی و.
سهراب له راستنېدو سره له خپلو پخوانیو همکارانو هم غوښتنه کړې چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، ځکه دا هېواد ورته اړتیا لري.
تر دې وړاندې هم د تېر نظام یو نظامي پیلوټ له جرمني څخه افغانستان ته راستون شوی و.