Skip to content
ترکیې او ایران بهرنیو چارو وزارتونو او د ملګرو ملتونو له ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) کابل کې د تېرې ورځې بریدونه غندلي دي.
ایران له اسلامي امارته غوښتي چې د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د ماشومانو ساتنه وکړي.
ترکیې هم پر کوچنیو زده کوونکو د دا ډول بریدونو کلکه غندنه کړې ده.
همدارنګه د یونیسف اجراییه مشرې کاترین هم په یوې اعلامیه کې د تېرې ورځې د بریدونو سخته غندنه کړې ده.
د کابل امنیه قومانداني او عامې روغتیا وزارت تر پرونه پورې د یادو بریدونو مرګ ژوبله ۱۷ تنه ښودلې ده.
د دوی په وینا په بریدونو کې ۶ زده کوونکي وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.