د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي، تر هغې چې اسلامي امارت د نړۍ له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي، د نړیوالو کنوانسیونونو پر بنسټ به تهران د اسلامي امارت سیاسي استازي ونه مني.
د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان له اسلامي امارت غوښتي څو په افغانستان کې د دوی پر سیاسي استازولیو د برید عاملین هم مشخص کړي.
ورته مهال د اسلامي امارت چارواکو ایران ته د يوه پلاوي د سفر خبره کړې، خو کره نېټه یې نه ده په ډاګه کړې.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو نږدې اته میاشتې تېریږي خو تر اوسه روسیې، پاکستان، قطر، چین او ترکمنستان د اوسني حکومت له رسمیت پېژندنې پرته د افغانستان په سفارتونو او استازولیو کې افغان دیپلوماتان منلي دي.