له یوې میاشتې ځنډ وروسته بالاخره د افغانستان اسلاميامارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د تړلو لامل له رسنیو سره شریک کړ.
د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست مرستیال مولوي رحمت الله نجیب وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي شرعي ستونزه لري، پخوانی درسي نصاب له شریعت او فقهې سره په تضاد کې دی او ښوونځیو ته د پخوا په شان د نجونو تګ راتګ، غیر شرعي او د افغاني فرهنګ خلاف دی.
نجیب ډاډ ښودلی دی،چې اسلامي امارت په جدي توګه کار کوي،تر څو د ستونزو له حل وروسته ټول ښوونځي د نجونو پرمخ پرانیزي.
نجیب زیاته کړه:« هغه مهال چې یې د تعلیمي نصاب لپاره کوم ترتیب جوړ کړی و، که چېرته یې له شریعت، اسلام او فقې سره پرتله کړو، تاسې به خپله ووايئ چې د نجونو دا ډول ښوونه او روزنه د شریعت مخالف ده او دا چې هر څوک له ځانه سره فکر وکړي، نو پوهېږي چې بې لارۍ ته یې بیايي. موږ په دا تېرو ۲۰ کلونو کې له داسې خلک لیدلي چې له بېلابېلو قومونو به خلک راتلل او عریضه به یې کوله چې د نجونو واک مو له لاسه ورکړی دی.»
د استخباراتو ریاست مرستیال،چې د کابل ښار د څو ناحیو سلګونه استازو سره یې ناسته درلوده،وايي، اسلامي امارت د قراني احکامو په رڼا کې د شرعي حدودو جاري کولو او پرځای کولو ته ژمن دی او قصاص به هم ترسره کېږي.
نجیب زیاته کړه:« موږ چې څومره حکومتونه تجربه کړي یو یې اسلامي امارت دی. په دې حکومت کې موږ ژمن یوو، چې حدود، قصاص او الهي احکام به پر ځای کېږي او په دې برخه کې موږ له خپلو خلکو سره ژمنه کړې چې اسلامي حکومت او اسلامي نظام جوړوو او خپلې کمبودۍ به د وخت په تېرېدو سره حل کړو.»
دغې غونډې ته،چې د رسنیو استازي هم وربلل شوي ول،د علماوو او مخورو شورا له لوري جوړه شوې وه او موخه یې د ملت او اسلامي امارت ترمنځ د واټن له منځه وړل ول.
د اسخباراتو ریاست مرستیال په خپلو خبرو کې د نړیوالو له لوري د اسلامي امارت په رسمیت نه پيژندل جفا وبلله او زیاته یې کړه،چې روان فقر او بې وزلي د اسلامي امارت له واکمنۍ سره نه ده راغلې.