اخوا د افغانستان اسلامي امارت روغتيا وزارت هم مني،چې په هېواد کې ۳،۴ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي او له ډلې يې يو میلیون سخت او ۲،۳ يې متوسط ناروغان دي.
د یاد وزارت وياند جاويد هژير وايي:« د هېواد پر سطحه اوس مهال ۳،۴ میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي،چې له جملې يې ۱،۱ میلیون ماشومان له سختې ځوارځواکۍ کړيږی،له ډلې يې ۲،۳ میلیونه ماشومان متوسط ناروغان دي . بدبختانه،چې روان کال دغه شمېره زیاته شوې هم ده. روان کال کې موږ ۶۰ زره پيښې شديدي لرلې او ۱۲۰ زره متوسطې وې.»
هژیر وايي، د ماشومانو له ملاتړو بنسټونو سره په خبرو بوخت دي،تر څو د دې ناروغۍ د لا پراختیا مخنیوی وکړي او د ناروغو ماشومانو ژوند وژغوري.
هغه زیاته کړه:« نړیوال سازمانونه،چې په دغه برخه کې کار کوي، يو یې ډبلیو.ايف.پي او بل يې يونیسف دی. يونیسف له او.پي.ډي شکل څخه تداوي کوي او ډبلیو.ایف.پي په داخله شکل کې له موږ سره همکاري کوي.»
د افغان ماشومانو وضعیت د نړیوالو بنسټونو سربیره افغانان اندېښمن کړي او له نړیوالې مرستندویه ادارو غواړي،چې د خپلو مرستو يوه برخه د افغان ماشومانو صحت، تعليم او نورو برخو ته ځانګړې کړي .
د پوهنتون استاد شفيق الله ځاځی وايي:« پ نړیوالو مو غږ دی،چې دې برخه کې مرسته وکړي او ژر تر ژره د ماشومانو د ژوند ته ګواښ برخه کې مرسته وکړي،ترڅو ماشومان او هم ښځې له دغه بحرانه یو څه ووځي. له شته حکومت مو هم غوښتنه دا ده،چې د ماشومانو لپاره بوديجه ځانګړې کړي.»
د روغتيا وزارت د مالوماتو له مخې،دوی د خوارځواکۍ د مخنيوي لپاره له روغتيايي بنسټونو او مرستندويه ادارو سره یې هڅې پيل کړي،تر څو مرستې جلب او د بې وزلۍ کچه راکمه کړي.