Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت مسوولینو د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف مسوولینو سره له کتنې وروسته اعلان کړی، چې یاد سازمان تر راتلونکې اوونۍ په ټول هېواد کې د بانکي حسابونو له لارې ۹۴ سلنه ښوونکو ته معاشونه ورکوي.
د پوهنې وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، هغه معاش چې ټاکل شویو ښوونکو ته ورکول کېږي، د مخکېني اعلان له مخې هر ښوونکي ته ۲۰۰ ډالر ورکول کېږي.
پوهنې وزازت هغو ښوونکو ته،چې بانکي حساب نه لري، ویلي، د راتلونکې اوونۍ له پيل به د ولایتونو د پوهنې ریاستونو مالي څانګو سره په همغږۍ د یوې کړنلارې له طرحې وروسته معاشونه ورکړل شي.
یاد وزارت وایي،دغه معاشونه هغو ښوونکو ته ورکول کېږي، چې د پوهنې وزارت له مالي او اداري ریاست یې لېسټ برابر شوی.