د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په کندهار ولایت کې هم سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د وري پر ۲۹ مه» د پاکستان پوځي الوتکو له لوري د کونړ او خوست ولایتونو هوايي برېدونو پر ضد لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د هغو قربانیانو انځورونه هم له ځانه سره لېږدول،چې د شنبې پر شپه په کونړ او خوست ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو په هوایي بریدونو کې وژل شوي وو.
لاریون کوونکو د پاکستان پر ضد شعارونه هم له ځان سره لرل او له اسلامي امارته یې پاکستان ته د سخت ځواب په ورکولو سره د بې ګناه افغانانو د بدل اخېستلو غوښتنه کوله.
یو تن لاریون کوونکی وايي:« مرګ پر پاکستان، موږ د سلامي امارت له حکومت غوښتنه کوو،چې له پاکستانه دې د بې ګناه افغانانو بدل واخلي او دوی ته دې سخت ځواب ورکړي. موږ پر کونړ او خوست ولایتونو د پاکستان تازه شوې بمبارۍ غندو او دا د انساني اصولو خلاف عمل بولو. پاکستان زموږ یو ښه ګاونډي نه، بلکې د ټولو افغانانو دښمن دی او باید ورته د شویو بریدونو ځواب ورکړل شي.»
دوی وايي، کلونه کېږي،چې د پاکستاني پوځیانو له لوري پر کونړ او ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې په ځینو ولسوالیو توغندیز بریدونه کوي،چې دا دوی ته د منلو نه دي.
لاریون کوونکي له نړیوالې ټولنې هم غواړي،چې پر پاکستان فشار ډېر کړي،ترڅو له افغان ځورونې لاس واخلي.
یو تن لاریون کوونکی وايي:« پاکستان تل په خپلو بریدونو کې ملکي خلک په نښه کوي او دا کار عامو افغانانو ته د منلو وړ نه دی. زموږ غوښتنه له اسلامي امارت دا ده،چې د پاکستان بریدونو ته ورته ځواب ورکړي،ځکه کوم ظلم چې پاکستان له افغانانو سره کوي، دا د بشریت خلاف عمل دی.»
پر کونړ او خوست د پاکستان پوځي الوتکو هوایي بریدونو پر ټولنیزو رسنیو هم افغانان په غوصه کړي او دا یې له ټولو نړیوالو اصولو سرغړونه بللې ده.
دا په داسې حال کې ده،چې د شنبې په شپه د پاکستان جیټ الوتکو د کونړ او خوست ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل،چې له امله له ۵۰ زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.