Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان ومنله چې ملا برادر او ملا صمد یې خوشې کړي

شنونکي: پرافغان خاوره د پاکستان برید به نورو ته هم د برید جرات ورکړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/19

پرخوست او کونړ ولایتونو د پاکستان پوځي الوتکو له هوايي بریدونو وروسته، اوس د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي  وايي، اندیښنه لري،چې د پنجاب دغه کار به  نور ګاونډیو ته هم دا جرات ورکړي،چې په بېلا بېلو پلمو سره پر افغان خاوره بریدونه وکړي.

دوی وايي، که له پاکستانه د شوي تیري بشپړ وضاحت ونه غوښتل شي او د نړیوالو قوانینو پر اساس ورسره چلن ونه شي، لرې نه ده،چې د افغانستان غربي او شمالي ګاونډیان به هم په دې پلمه،چې له افغانستانه ورته ګواښ متوجه دی،پرافغان خاوره به بریدونه وکړي .

د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي وايي، اسلامي امارت باید اوس دا ثابته کړي،چې افغانستان کې ځواکمن دولت موجود دی او له خپلې ځمکنۍ پشپړتیا ساتنه کوي. اصولي زیاته کړه:« طالبان اوس د افغانستان حاکمان دي او استازیتوب یې کوي او اوس دې ثابت کړي،چې دوی واکمنان دي او دولت دی. د پاکستان جبر ته باید جواب ورکړي،که داسې ونه شي،د پاکستان دغه کار به نور هېوادونه هم دې وهڅوي،چې خپل مخالفین په افغان خاوره کې بمبار کړي.»

ځینې نور بیا په دې اند دي،چې د نړیوالو قوانینو او اصولو پربنسټ کابل د دې حق لري، چې له اسلام اباده پر افغان خاوره د شوي برید غرامت واخلي او حکومت باید دا ثابته کړي،چې د خپل ولس او خاورې ساتلو مسوولیت مني.

د سیاسي چارو شنونکی مختار هاتف وایي:« دا د یوه دولت حق دی،چې په نړیواله کچه او د نړیوالو قوانینو تر سیوري لاندې حد اقل له پاکستانه د غرامت پوښتنه وکړي او دامسولیت د دولت دی.»

پوځي کارپوه صادق شینواری وايي، په اوسنیو شرایطو کې د پاکستان پر وړاندې بالمثل عمل نه د کابل او نه هم د اسلام اباد پر ګټه دی او باید رامنځ ته شوې ستونزه د ‌ډیپلوماتیکو لارو حل شي، خو اسلامي امارت دې یو ځل بیا ټولو ګاونډیو ته ډاډ ورکړي،چې له افغانستانه هېچ چاته ګواښ متوجه نه دی.

شینواري زیاته کړه:« د افغانستان لپاره د پاکستان پر وړاندې باالمثله عمل په ګټه نه دی او باید دغه ستونزه له ډیپلوماتیکې له لارې حل کړي، نه  ده جګړې له لارې. اسلامي امارت باید ټولو ګاونډيو ته یو ځل بیا ډاډ ورکړي،چې د افغانستان له خاورې ورته هیڅ ډول خطر نه دی متوجه.»

اسلامي مارت بیا په خپلې خبرې یو ځل بیا ټینګار کوي او ډاډ ورکوي،چې د افغانستان خاوره به د هیچ چا پرضد ونه کارول شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« موږ هیچ چاته اجازه نه ورکوو،چې دافغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد استفاده کړي او ګټه ترې واخلي.»

دغه اندیښنې له هغې وروسته راپورته شوي،چې درې ورځې وړاندې د پاکستان پوځي الوتکو  د خوست ولایت په سپیرې او د کونړ ولایت په شلتن ولسوالیو هوايي بریدونه وکړل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې له ۵۰ زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist