Skip to content
د افغان ښځو او بشر حقونو په برخه کې د امریکا متحده ایالتو ځانګړې استازې رینا اميري په خپله وروستۍ مرکه کې ويلي، که اسلامي امارت خپلې ژمنې عملې نه کړي نو اوسنۍ نازکه سوله به ډېره دوام ونه کړي.
امیري ویلي، دا له اسلامي امارت پورې اړه لري، چې افغانستان کې روانې ۴۰ کلنې جګړې ته د پای ټکی ږدي او که اجازه ورکوي،چې د دې ناورين بل پړاو پيل شي.
رینا امیري دا څرګندونې وروسته له هغې کوي،چې اسلامي امارت تر اوسه پورې له شپږم ټولګي پوررته د نجونو ښوونځيو د پرانيستلو په برخه کې خپله ژمنه نه ده عملي کړې.
امیري وایي، له همدې کبله د افغانستان د نوي حکومت د رسميت پېژندنې بهير چې د اړيکو د عادي کولو اوږده پروسه ده،اوس پر ټپه ولاړه ده.
که څه هم اسلامي امارت ویلي، د نجونو ښوونځي به ژر پرانیزي، خو امیري ویلي، د عملي ګامونو تر پورته کېدو پورې پر ژمنو باور نه شي کېدای.