په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان پوځي الوتکو له هوايي برېدونو وروسته،چې لسګونه ښځې او ماشومان په کې ووژل شول، اوس د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، جلا جلا اعلامیې او غندنې ځایه نه نیسي او باید ټول افغانان په یوه خوله د پاکستان پر وړاندې ودریږي.
دوی وايي، د پاکستان یرغل ته په غبرګون کې باید په کابل کې ملي کنفرانس او جرګه جوړه شي او په کې ټولو فعالو سیاسي څیرو،د مدني ټولنو غړو او همدا راز طالب مشرانو ته په کې ونډه ورکړل شي او له همدې واحد سټیجه دې د پاکستان پر وړاندې دریځ اعلان شي.
د دوی په خبره، نظام دې د ملي ګټو لپاره پر ولس باور وکړي او ټول افغانان باید د پاکستان پر وړاندې د اسلامي امارت له اوسني دریځ ملاتړ وکړي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د پاکستان د یرغل پر وړاندې باید ټول افغانان په یوه خوله شي، دا چې د مختلفو ګوندونو له لوري د پاکستان د یرغل د غندلو په موخه جلال جلال اعلامیې خپریږي، دا نه شي کولای چې د پاکستان پر وړاندې د واحد ملت غږ راغبرګ کړي. ښه به دا وي،چې په کابل کې یو ستر ملي کنفرانس راوغوښتل شي او د پاکستان پر وړاندې ملي دریځ ونیول شي،هغه کې ټول ګوندونه سیاسي فعالان،مدنې ټولنې، قومي مشران او طالب چارواکي ټول په همغږۍ باندې په کې د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړي،ترڅو پاکستان پوه شي، چې افغانان واحد ملت دی او دوی کې پښتون،تاجک ازبیک هزاره نشته دی.»
د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي، په جلا جلا اعلامیو کې د پاکستان دیرغل غندل ګټه نه لري او باید ټول سیاسيون له حکومت سره په همغږۍ د پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي او په دې تړاو دې د نظام له وروستي دریځه ملاتړ وکړي.
حکمت زیاته کړه:« پوه او ویاړلي ملتونه په ستونزو کې یووالی ساتي او موږ یو نظام لرو او باید د دې نظام ترشاه ودریږو. نظام دې ته راوبولو،چې د ملي ګټو لپاره پر ولس باور او اتکاء وکړي،د دغسې یوه حالت لپاره جلا جلا اعلامیې او غندنې درست کار نه دی ټول باید په یوه خوله د اسلامي امارت له دهغه دریځه ملاتړ وکړو چې د خپلې خاورې ساتلو لپاره یې نیولی او د پاکستان دغه ستر جنایت یې غندلی دی.»
ملي دفاع وزارت پر کونړ او خوست د پاکستان هوايي بریدونه ټولو نړیوالو قوانینو نقض یاد کړي او خبر داری یې دادی،چې افغانستان د یرغل پر وړاندې چوپه خوله نه شي پاتې کیدای .
د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا وايي:« د پاکستان د بمباریو په مقابل کې افغانانو ته یو دریځ په کار دی او هغه داسې دریځ،چې د افغانستان استقلال ثابت کړي او حکومت دې خلک خپل کړي،چې د پاکستان د بریدونو او یرغل پر وړاندې یو او ځواکمن دریځ رامنځ ته شي.»
له هغې وروسته چې د خوست په سپیرې او کونړ په شلتن کې د پاکستان جنګي الوتکو هوايي بریدونه وکړل او عام خلک یې ووژل،د افغان لوري بېلا بېلو ادرسونو د غندنې اعلامیې خپرې کړې، پخواني ولسمشر حامد کرزي ، جلا دریځ درلود ، پخوانیو ځینو سیاسیونو جلا اعلامیې درلودې او همدا راز اسلامي امارت خپل دریځ درلود چې دغه کار د افغانستان واحد صف د پاکستان پر وړاندې پاشلی ښکاره کړ.