Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي بريدونه: خلک له اسلامي امارته د پاکستان پر وړاندې د عملي اقدام غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/18

پر خوست او کونړ ولایتونو د  پاکستان  پوځي الوتکو هوایي بریدونو عام افغانان په غوسه کړي او له اسلامي امارته غواړي،چې د یاد هېواد پر وړاندې دې عملي اقدام وکړي.

دوی وایي،د پاکستان وروستي بریدونه پر افغان خاوره ښکاره تیری دی او که اسلامي امارت یې مخه و نه نیسي دوی به خپل اقدام وکړي.

دوی وایي افغانستان یو جنګ ځپلی هېواد دی،چې د بلې جګړې وس نه لري، نو اسلامي امارت ته په کار ده،چې د دا ډول بریدګرو لاسونه ورلنډ کړي.

د هرات  ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:« له اسلامي امارت غوښتنه کوو،چې د پاکستان د دا ډول بریدونو مخه ونیسي او که یې مخه نه شي نیولی موږ اړ کیږو،چې په خپل لاس په کار شو.

د هرات ولایتو یو بل اوسېدونکی بیا وايي:«  افغانستان یو جنګ ځپلی هېواد دی او د نورو هېوادونو څخه دا ډول بریدونه د غندلو وړ دي. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې د دا ډول بریدګرو لاسونه دې پرې کړي.»

ځینې نور بیا وایي،د سفیر احضارول بسنه نه کوي او اسلامي امارت باید دا ځل پاکستان ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي

دوی وایي اړتیا ده، چې افغان حکومت د افغان خاورې پوښتنه وکړي.

د کندهار ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:«موږ له اسلامي امارته غواړو،چې د پاکستان دا ډول بریدونو ته دې غاښ ماتونکی ځواب ورکړي. د پاکستان دا برید پر کونړ او خوست د غندلو وړ دی او موږ یې غندو.»

د ننګرهار ولایتو یو تن اوسېدونکی وايي:«اسلامي امارت دې د پاکستان دې تیري  ته ځواب ووایي او زموږ د خاورې پوښتنه دې وکړي،که داسې ونه شي موږ اړ کیږو،چې په خپله لاس په کار شو. په احضارولو څه نه کیږي او اسلامي امارت دې د پاکستان پر وړاندې عملي اقدام وکړي.»

د هېواد د شمال اوسیدونکي هم له اسلامي امارته ورته غوښتنه کوي او زیاتوي،چې دا ډول بریدونه د افغانستان یووالی آزمایي.

د کندز ولایت یو تن  اوسېدونکی وايي:« له نړیوالې ټولنې  غواړو،چې د پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي او موږ اوس یو موټي خلک یو او یوازې دې ته په تمه یو،چې  اسلامي امارت موږ ته امر ورکړي. د افغانستان ټول خلک د پاکستان پر وړاندې جګړې ته چمتو دي.»

د پاکستان لخوا پر کونړ که څه هم وخت ناوخت راکټي بریدونه کیږي،خو دا لومړی ځل دی چې یاد هېواد پر افغان خاوره هوایي بریدونه کوي، هغه څه چې د عامو افغانانو غوسه یې تر بل هر وخت ډېره پارولې ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist