Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي کابل کې د ملګروملتونو د کډوالۍ عالي کمشنري، پاکستان او ایران سره د څلور اړخیزې ناستې کوربه توب کوي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، دغه څلور اړخېزه ناسته به په کابل کې د می میاشتې پر ۱۶نیټه ترسره شي.
حقاني زیاته کړه:« د ایران او پاکستان له ناستو وړاندې به د کډوالو عالي کمشنري، پاکستان او ایران سره په کابل کې ووینو او غواړو د کډوالو ستونزي حل کړو.»
په ورته وخت کې حقاني وايي، په پاکستان او ایران هېوادونو کې هم د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو درې اړخیزې ناستې لري،خو په خبره یې تر اوسه پورې یې ټاکلې نیټه څرګنده نه ده.
هغه زیاته کړه:«له پاکستان او ایران هېوادونو سره درې دوه اړخېزې ناسته لرو،خو د ناستو دقیقه نیټه لاهم مالومه نه ده، خو ناستي به د افغان کډوالو د ستونزو دحل په موخه ترسره شي.»
اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي،چې د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو پخوا هم ډېرې ناستې ترسره شوي او ملموسه پایله یې نه ده ورکړې.
هغوی ټینګار کوي،چې نور باید د افغان کډوالو د حق غوښتنې په برخه کې عملي اقدامات وشي.
د سیاسي چارو شنونکی خپلواک افغان وايي:« افغانان په ایران او پاکستان کي زیات له ستونزو سره مخ دي.د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر هم څو ځلې تللی،خو د کډوالو د ستونزو حل په اړه عملي ګام پورته کول اړین دي.»
اوس مهال په دواړو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې شااوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال میشت دي او د اسلامي امارت له راتګ سره د افغانانو د کډوال کېدو بهیر بیا ګړندی شوی دی.