پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستاني جیټ الوتکو له بمباریو وروسته د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت ویلي،هېڅ هېواد باید افغانان بالمثل عمل ته اړ نه کړي.
یاد وزارت پر خوست او کونړ د پاکستان هوایي ځواکونو برید غیر انساني او ظالمانه عمل وباله.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي رسنیو ته په یوه لېږلي غږیز پېغام کې ویلي،ملي دفاع وزارت د پاکستان دا هوايي برېدونه غندي او په خبره یې چې هیڅ هېواد باید دوی مقابل اقدام ته اړ نه کړي.