Skip to content
د ایټالیا په پلازمینه روم کې د افغانستان سفارت له ادرسه د یکشبنې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د وري پر ۲۸ مه» خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان سیاسي استازولي پر افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو هوایي برېدونه غندي، چې په پایله کې، د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي، عامه ملکیتونه ویجاړ شوي او ګڼ خلک بې ځایه شوي دي.
اعلامیه کې ویل شوي،چې افغانستان په څو څو وارې د دې پیښو په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته بشپړ مالومات وړاندې کړي دي.
روم کې د افغانستان د سفارت له ادرسه ویل شوي،چې دوی هېله لري، چې د پاکستان دغه ډول سرغړونې پای ومومي.