Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په خوست او کونړ ولایتونو کې پاکستاني الوتکو هوايي بریدونه کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/17

پاکستاني الوتکو وړمه شپه په خوست او کونړ ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي،چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي.

د خوست د سپیرې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دغو بریدونو کې هغو وزیرستاني کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې،چې څه موده وړاندې افغانستان ته راکډوال شوي ول.

د راپورونو له مخې، د بریدونو له امله شااوخوا ۶۰  تنه یوازې په خوست کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د سیمې یو تن  اوسیدونکی وايي:« د شپې درې بجې وې،چې پېشلمي  لپاره پورته شو،چې ډرون الوتکه راغله او له هغې وروسته جیټ الوتکه راغله. زما کور یې په بل مخ واړو او زه په خاورو کې ورک شوم،چې کله راپورته شوم، زما کور اته غړي وژل شوي ول او یوازې یو ماشوم راپاتې دی او په ممدې او میر سپر سیمو کې لسګونه کسان  وژل شوي دي.»

په ورته مهال د پاکستاني پوځي الوتکو د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې هم بریدونه کړي،چې  د پنځه ماشومانو په ګډون یوه ښځه په‌ کې وژل شوې ده.

پاکستاني رسنیو بیا د دغه هېواد د پوځ له ادرسه خبر ورکړی دی،چې په خوست او کونړ ولایتونو کې یې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي غړي په‌ نښه کړي،هغه څه چې اسلامي امارت لا له وړاندې په افغانستان کې د ټي ټي پي حضور رد کړی دی.

د سیاسي یو شمېر کارپوهان په دې باور دي،چې پاکستان غواړي، په داسې بریدونه سره نړۍ ته وښي، چې افغانستان ورو ورو د ترهګرۍ پرځاله بدلیږي.

دوي وايي،که د پاکستاني پوځ د بریدونو مخنیوي ونه شي، پایلې به یې ګواښوونکې وي.

د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« پاکستان په ډېره بې شرمانه توګه راکټي بریدونه په هوايي بریدونو بدل کړل. فکر کوم  پاکستان غواړي،په دې توګه نړیوالو ته وښي،چې له طالبانو سره روابط  نه لرو او اوس افغانستان ترهګرو په ځاله بدل شوی دی. که چیرې یې مخه ونه نیول شي،پاکستان  به نورو اعمالو ته  هم لاس پورې کړي.»

له پاکستان سره د دې موضوع د حل لپاره پر سیاسي حل لارې هم ټینګار کیږي .

پخواني دیپلوماتان وايي، د نړیوالو دیپلوماتیکو اصولو پر اساس لومړی باید په کابل کې د دغه هېواد سفیر احضار شي او بیا د بهرنیو چارو وزارت له لارې په اعتراضي ډول د شویو بریدونو په تړاو دې له پاکستانه وضاحت وغوښتل شي او له هغې وروسته دې یې  پر وړاندې پوځي اقدام وشي.

پخوانی ډیپلومات عزیز معارج وايي:« د یوه هېواد په حریم باندې او په ځانګړې توګه په ځکمنۍ بشپړتیا یې حمله کول ساده خبره نه ده،پخوا چې هرڅه ول، خو اوس چې طالبان حاکمیت لري او پآکستان راځي،په مستقیمه توګه د افغانستان خاوره بمبار کوي، دا د ډیپلوماتیکو اصولو پر بنیاد باندې په لومړي سر کې د هغه هېواد سفیر احضار کیږي او وضاحت غوښتنه ترې کیږي او بیا د بهرنیو چارو وزارت  له خوا نه په احتجاجي ډول له مقابل هېواده د وضحاحت غوښتنه کیږي او که په دې هم ونه شوو،بیا حق لري،چې باالمثله عمل وکړي، ځکه دفاع د هر هېواد حق دی.»

دلته  ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه نیمروز ولایت کې هم  پاکستاني پوځیانو په چاغې او نوکنډي سیمو کې د افغانانو پر موټرونو ډزې کړي او لار یې پرمخ تړلې ده.

د لارې له تړل کیدو وروسته موټر چلوونکو اعتراض کړی او پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړي،چې له امله یې څو تنه موټر چلوونکي وژل شوي دي .

اسلامي امارت بیا  تراوسه په دې تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

وموغوښتل،چې د دغې موضوع په تړاو د ملي دفاع وزارت نظر هم ولرو،خو د دغه وزارت مطبوعاتو مشر او ویاند زموږ پیغام او پوښتنې  ځواب نه کړې.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist