د نوي نظام وروستیو کړنو خلک ناهیلې کړي،که وضیعت په همدې توګه روان وي،نوی نظام به نه نړۍ او نه هم سیمه پر رسمیت وپیژني او اقتصادي بندیزونه به له ولس قرباني اخلي.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، له نړۍ د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره باید اسلامي امارت د زده کړو سراسري بهیر پیل کړي او د ولس همکاري ترلاسه کړي.
دوی په دې باور دي،چې د دغې ستونزې حل لپاره باید اسلامي امارت په خپله اوسنۍ تګلاره له سره غور وکړي او بدلون په کې راولي.
د دوی په خبره، دهغو ژمنو په عملي کیدو سره به نړیوال رسمیت ترلاسه او دحکومت پایې نورې هم ټینګې شي،چې د اسلامي امارت له لوري په لومړي سر کې له نړۍ او خلکو سره شوې وې.
د سیاسي چارو کارپوه سید بلال هاشمي وايي:« دوی باید خپلې تګلاره کې تغیر راوړي، لکه څنګه چې اول کې راغلل او مثبت قدمونه واخېستل شي او هغه ژمنې چې یې له نړۍ او خلکو سره کړي دي،پوره کړي او د خلکو په ژوند کې تغیر راشي،نو نړۍ به یې په رسمیت وپيژني او دا حکومت به پښې ټینګې کړي.»
ځینې نور بیا وايي، اوسنی نظام باید هڅه وکړي،چې په رسمیت د نه پيژندنې ستونزه حل کړي او له دې پرته به له نورو ستونزو سره هم مخ شي.
د سیاسي چارو کارپوه مختار هاتف وايي:« اوسنی نظام دې ژر تر ژره کوشش وکړي،چې پر نړیوال کچه د رسمیت پيژندنې ستونزه یې حل شي. باور لرم،چې په دغه برخه کې یو یا دوه مثبت قدمونه واخېستل شي،نو اوسنی نظام به پر نړیواله کچه پر رسمیت وپیژندل شي.»
بل پلو د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت بیا وايي، له نړیوالې ټولنې د مشروعیت لاسته راړو لپاره مهمه ده،چې د خلکو او نظام ترمنځ واټن له منځه ولاړ شي او د زده کړو سراسري بهیر په خپل عادي ډول بیرته پیل شي.
حکمت زیاته کړه:«له نړیوالې ټولنې د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره اړینه ده،چې له ولس سره ډیالوګ،د ښوونې او روزنې سرتاسري پروسې بېرته شروع کول،د مرستو شفاف ویشل او بالاخره د امنیت د ډاډمن کیدو لپاره د ولسونو همکاري ضرور ده.»