Skip to content
په پاکستان کې د اسلامي امارت پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف په یوه مرکه کې ویلي، د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزارت له جوړیدو سره د دوحې دفتر اختیار راکم شوی دی.
ضعیف ویلي، د دوحې دفتر کولای شول، له نړیوالې ټولنې سره ښه تعامل وکړي او هلته ډېرو پیاوړو کسانو فعالیت درلود.
دغه پخواني سفیر همدا راز د ځینو ژمنو پر نه عملي کېدو هم نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده،چې د دوحې په دفتر کې چې له نړیوالو سره کومې ژمنې شوې وې، باید عملي شوي وای.
ضعیف زیاته کړې،اوس د بهرنیو چارو وزارت لپاره اړینه ده، چې له نړیوالې ټولنې سره تعامل وکړي،خو د رسمیت پیژندنې لپاره باید یوه سټراټيژي ولري.