Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا د افغانستان پوځ ته ځانګړې کړې ۱۱چورلکې اوکراین ته ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/16

د امریکا متحده ایالتو دفاع وزارت یا پنټاګون  ويي، له اوکراین سره د پوځي مرستو په کڅوړه کې یې ۱۱ هغه روسۍ چورلکې هم شاملې دي،چې یو وخت یې د افغانستان امنیتي ځواکونو لپاره پیرلې وې.

د پنټاګون ویاند جان کیربي وايي:« دغه یوولس Mi-17 چورلکې په لومړي سر کې د افغانستان لپاره پیرل شوې وې. دا چورلکې زموږ د بودیجې او زیرمو اړوند دي او موږ یې مالکان یو. موږ هیڅکله افغانستان ته نه وې لیږدولې. اوس موږ دا چورلکې اوکراین ته لېږو.»

دغه Mi-17 چورلکې چې په تاترستان کې جوړې شوې،وروسته له هغې افغانستان ته له راتګ ودرول شوې،چې تېر حکومت راوپرځېد او اسلامي امارت واک ته ورسېد.

امریکا متحده ایالتو له دې وړاندې هم اوکراین ته پنځه Mi-17 چورلکې ورکړې وې.

د پوځي چارو  شنونکي په دې باور دي،چې د افغانستان له پوځ سره د دا ډول هوایي مرستو درېدل به د اسلامي امارت پوځي عملیات ناقص کړي.

دوی وایي،اړتیا ده،چې اسلامي امارت د نړیوالو له غوښتنو سره سم ټول شموله حکومت جوړ کړي،تر څو نړیوال تعامل پیدا کړي او راتلونکې کې دا ډول مرستې ونه درول شي.

د پوځي چارو شنونکی محمد رادمنش وايي:«امریکا ځکه طالبانو سره خپلې پوځې مرستې نه کوي،چې د دوحې هوکړه تطبیق شوې نه ده او نړۍ هم په افغانستان کې ټول شموله حکومت ته په تمه ده،ترڅو له اسلامي امارت سره تعامل وکړي. دا چاره به د دې سبب شي،چې د طالبانو پوځي عملیات ناقص پاتې شي.»

اخوا نور بیا په دې نظر دي،چې دا پوځي مرستې د امریکا وې او دا چې تاجکستان د روسیې نږدې متحد هېواد دی،نه یې غوښتل چې خپل تجهیزات په تاجکستان کې وساتي.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی   وايي:« دا نظامي تجهیزات د امریکا دي او دغه هېواد نه غواړي،چې دا تجهیزات په تاجکستان کې وساتي،ځکه تاجکستان د روسیې متحد هېوا دی. طالبانو ته په کار ده،چې د نړیوالو مثتبې غوښتنې ومني،ترڅو د خلکو سمه استازولي وکولی شي.»

له دې وړاندې د افغانستان شااوخوا ۳۰ چورلکې او الوتکې وروسته له هغې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ولیږدول شوې،چې د هېواد تېر نظام نسکور او افغان پیلوټان دغو هېوادونو ته ولاړل.

د اسلامي امارت دفاع وزارت په کراتو له پخوانیو پیلیوټانو او پوځي متخصیصینو غوښتي،چې هېواد ته راستانه شي او له  دوی سره اوږه په اوږه کار وکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist