Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سوېل ختیځ زون د پولیسو له روزنیز مرکزه ۹۶ کسان فارغ شول 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/14

د سوېل ختیځ زون د پولیسو روزنیز مرکز قوماندان عبدالوکیل مدني وايي، د پولیسو له دغه روزنیز مرکزه ۹۶ کسان له یو میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ شول او د پکتیا بېلابېلو سیمو کې به پر دندو وګومارل شي.

 

مدني زیاته کړه:«د یوې میاشتې په جریان کې دغو کسانو شرعي ، حقوقي او مسلکي زده کړي او د تلاشۍ او  له خلکو سره د چلن مهارتونه یې تر لاسه کړي دي.»

د پکتیا امنیه قوماندان محمد عمر مخلص بیا وايي، د پولیسو د مسلکي کیدو هڅې روانې دي او تر دا مهاله مرکز ګردیز او ټولو ولسوالیو ته یو شمیر مسلکي پولیس لیږل شوي دي.

د مخلص په خبره، دا مهال هېڅ ډول امنیتي ننګونې نشته او د پولیسو په مسلکي کیدو سره به د جنایي پیښو بشپړ مخنیوی وشي.

مخلص زیاته کړه:« ابتدایه حالت یو ډول و، د امنیت په اړه د وخت په تیریدو سره هر څه بدلون کوي، تر اوسه  پورې هم ستونزې نشته  دی،خو د پولیسو په مسلکي کیدو سره به بشپږ امنیت خوندي او جنایي پیښې به صفر شي.»

د پولیسو له روزنیز مرکزه تازه فارغ شوي سرتیري وايي، یوه میاشت کې یې اړینې زده کړې تر لاسه کړي او د دندو پر مهال به ترې ګټه پورته کوي.

د سویل ختیځ زون د پولیسو له روزنیز مرکزه یو تن فارغ شوی وايي:«ډاډ ورکوو،چې ۲۴ ساعته به د خلکو خدمت کوو او د امنیت ټینګښت لپاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوو.»

د سویل ختیځ زون د پولیسو له روزنیز مرکزه یو بل فارغ شوی  بیا وايي:« په نظامي زده کړو کې مو د وسلو استعمال، د وسلو خلاصول او هغه څه چې اړین ول، هغه مو زده کړل. استادانو را سره ډېر زیار اېستلی دی.»

د اسلامي امارت له واکمن کېدو وروسته تیرو اووه میاشتو کې د سویل ختیځ زون له روزنیز مرکزه شااوخوا دوه زره کسان فارغ شوي او دا مهال پکتیا، خوست،پکتیکا او لوګر ولایتونو کې پر دندو بوخت دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist