کارپوهان وايي، د یوه حکومت دغه ډول اقدام کولای شي،چې ټولنه کې قانون پر ټولو یوشان پلی شي او پر دولتي مجرمینو د قانون تطبیق د خلکو ترمنځ د قانون درناوی زیاتوي.
د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« که چیرې یو حکومت غواړي،عدالت تامین شي او ټولنه قانون منده شي،لومړی باید په دولتي مجرمینو قانون پلی شي او په دې صورت کې د یوې ټولنې ټول وګړي قانون ته غاړه ږدي او د قانون درناوی کوي.»
له دې وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه ډاډ ورکړی و،چې هیڅ څوک له قانون پورته نه دي او محکمه دا حق لري،چې تورن کسان که هغه د رهبرۍ ترکچي هم وي،خپل سپیناوي ته راکش کړي.