Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لغمان کې دولتي ځمکه له غصب راګرځول شوې او خلکو ته په اجاره ورکړل شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/13

د لغمان ولایت والي وايي، په زرګونه جریبه غصب شوې دولتي ځمکه یې له غصب راګرځولې او ځايي خلکو ته یې په اجاره ورکړې.

 

د لغمان والي وايي، د دغې ځمکې په اجارې ورکولو سره په سلګونه هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې او هم یې له اړخه د اجارې ګټه د دولت خزانې ته ځي.

هغه زیاته کړه:« ډېر ځوانان په کې مصروفه شول. خلکو ته کاروبار پیدا شو. هغه ځوانان چې وړاندې ایران ته تلل، اوس اړتیا نه لري،چې ایران ته ولاړ شي. دلته په خپل هېواد کې خدمت کوي. خپل هېواد یې هم اباد کړ. له خپلو ماشومان سره هم نږدې دي. بله ګټه مو دا وکړه،چې دا ځمکه مو له غصب راوګرځوله.»

د اسلامي امارت لخوا خلکو ته د دغو ځمکو په ورکولو سره ډېری ځوانان په کار بوخت شوي او خوښ دي،چې پر کور دننه او خپل ولایت کې ورته د ګټې وټې زمینه برابره ده.

یو تن بزګر وايي:«دلته مو فارمونه جوړ کړي،بادرنګ مو په کې کرلي دي او اوس حاصل ورکولو ته رسېدلي دي. له والي مننه کوو،چې تل زموږ د هڅونې لپاره راځي. هغه موږ دې ته هڅوي،چې هېواد اباد کړو.» 

د لغمان د دغې سیمې اوسېدونکي زیات خوښ دي،چې ګاونډیو هېوادونو ته د کارونو په موخه له تګه ستانه شوي دي او په خپل ولایت کې ورته د کار زمینه برابره شوې .

د شنو خونو مالکان او کارکوونکي وايي، د هېواد ډېری ولایتونو ته ترکارۍ رسوي او په څو ورځو کې به یې تر پاکستانه هم صادر کړي.

بزګر سیداجان وايي:« زه مخکې په ایران کې وم، خو له ایرانه بېرته هېواد ته راستون شوم. اوس په خپل هېواد کې مزدوري کوم او ښه په کې خوشاله یم.» 

د لغمان ولایت اوسېدونکي وايي،د اسلامي امارت مسوولین دې ورته پر کور دننه د کار فرصتونه برابر کړي، ترڅو نورو هېوادونو ته له ناقانونه کډوالۍ وژغورل شي او هم به په خپل کور او ولایت کې ورته د ګټې وټې زمینه برابره شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist