په افغانستان کې د ایران پر ضد له لاریونونو وروسته د سه شنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د وري پر ۲۳ مه» یاد هېواد په افغانستان کې خپل کونسلي فعالیتونه ځنډولي دي.
د ایران د بهرنيو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست وربللی او په دې تړاو يې خپله پريکړه ور اورولې ده.
د ايران په بهرنيو چارو وزارت کې د سوېلي اسيا څانګې مشر په یاد هېواد کې د افغانستان سفارت سرپرست ته ویلي، په افغانستان کې به يې کونسلي خدمتونه تر بل امر پورې ځنډېدلي وي.
هغه ویلي، اسلامي امارت بايد په افغانستان کې د ايران د ډيپلوماتيکو استازولیو امنيت يقيني کړي او تر هغې وروسته به خپل کونسلي خدمتونه له سره پيل کړي.
ایران په افغانستان کې د کونسلي خدمتونو د ځنډولو پرېکړه تر هغې وروسته کوي، چې تېره ورځ قهرجنو لاريون کوونکو په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ دروازه وسوځوله.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ایران پر ضد لاریونونه شوي او په یاد هېواد کې یې له افغان کډوالو سره د غير انساني چلن غندنه کړې ده.