Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ترمز ښار د افغانستان او ازبکستاني چارواکو کوربه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/12

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت وايي،افغان پلاوی له  اوزبک چارواکو سره د ریل پټلۍ او ګمرکي چارو پرسر د خبرو لپاره ترمز ته تللی دی.

 د یاد وزارت د اقتصاد مشر شفیع اعظم وايي، ترمز ښار کې به دواړه لوري  له ترمز تر حیرتان بندر د اوسپنې پټلۍ او په ګمرکاتو کي د اسانتیاوو رامنځته کولو خبرې وشي.

اعظم زیاته کړه:« د ازبکستان ترمز ښار ته د اوسپنې پټلۍ او د ګمرکاتو د برخې مسولین تللي دي،له خپلو سیالانو سره له ترمز  بیا تر حیرتانو بندر پورې د اوسپنې پټلۍ د حسابونو د تصفیې او ګمرکي مسایلو خبري وشي،ځکه د افغانانو ډېر موټر دې غاړي او هغې ته ولاړ دي او موټرو ته اجازه نه ورکول کیږي» 

اخوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي،د ازبکستان له ترمز  بیا د افغانستان تر تورخم د اوسپنې پټلی به وکولای شي،د افغانستان تجارتي روابط له منځنۍ آسیا سره پیاوړي کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمدنبي افغان وايي:« پاکستان او ازبکستان غواړي،د ریل پټلۍ له لارې وصل شي،خو وړاندې سیاسي او امنیتي ستونزې وې،سیمه دې ته اړتیا  لري،چي منځنۍ اسیا سره وصل شي او د سیمي هېوادونه هڅې کوي،ځانونه ورګډ کړي.» 

یو شمیر هغه کسان چي د ازبکستان او افغانستان ترمنځ تجارت لري مني،چي هلته په شپو له باره ډک موټر ولاړ وي او په میلیونونه افغانۍ زیان ویني.

سوداګر خپلواک افغان وايي:« دافغان سوداګرو دا ستونزه ده،له ازبکستان هېواد سره چي په ترمز کې له باره ډک موټر ولاړ وي او کیسونه اخلي او شل ورځې وروسته موټرو ته اجازه ورکول کیږي،چي خپل مال افغانستان ته راوړي.» 

وړاندې داسي خبرونه خپاره شول،چي له ترمز څخه د افغانستان پر لور د ازبکستان له لوري د اوسپنې پټلۍ چاري پیل شوي،خو تر دې مهاله مالومه نه ده،چې دا پروژه به څومره وخت ونیسي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist