Skip to content
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو د ښوونځيو بیا پرانېستلو په اړه په کابل کې د دیني علماوو وروستۍ غونډه کې له پرېکړې هرکلی وکړ.
کرزي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، د علماوو غږ د افغان ولس غږ دی او د نجونو د ښوونځيو پرانېستل نه يوازې علماوو،بلکې د ټولو افغانانو غوښتنه ده او اسلامي امارت بايد د خلکو غوښتنې ته په کتو ښوونځي پرانيزي.
کرزی زیاته کړې:« په کابل کې د ښځينه او نارينه محترمو ديني علماوو په ګډون ”د افغان ديني علماوو ملي ډیالوګ” تر عنوان لاندې غونډه،چې په کې د نجونو د ښوونځيو د بيا پیل ستر غږ وشو، هرکلی او ملاتړ کوم او د افغانستان د دغو علماوو غوښتنه د افغانستان د خلکو غوښتنه ګڼم.»
په ورته وخت کې کرزي د افغان نجونو ښوونځيو په تړاو د اروپايي ټولنې، فرانیسې جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو له ګډې خبرپاڼې هم هرکلی کړی دی.
هغه زیاته کړې:«حامد کرزی د افغان نجونو پرمخ د ښوونځيو پرانېستلو په تړاو د اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، انګلستان، د امریکا متحده ایالاتو او بروکسل له ګډې خبرپاڼې هرکلی کوي او له اسلامي امارته غواړي،چې ژر تر ژره په دې برخه کې جدي عمل وکړي.»
د هېواد ديني علماء وايي،د علماوو غوښتنې شرعي دي او په اسلامي شرعي نظام کې زده کړه د نجونو حق دی او نبايد له دې حقه محرومې شي.
دوی وايي، د علماوو او ولس د غوښتنو نه منل،د ولس او حکومت ترمنځ واټن پیدا کولو په مانا ده.
مولوي عبدالباري مدني وايي:« د علماوو خبره باید داسې واورېدل شي،چې عملي شي. زما هېله دا ده،وړاندې له دې چې د اختر خوشالي راشي،باید دا خوشالي هم واورو،ترڅو د نړیوالو خولې هم بندې شي، د منفي تبلیغاتو دراوزې هم بندې شي. اسلامي امارت باید خپل مسوولیت او مکلفیت وپېژني.»
تحليل کوونکي د علماوو ناستې له ارزښت خالي نه ګني او وايي، اسلامي امارت بايد د مشروعيت تر لاسه کولو لپاره د ولس مشروع غوښتنې ومني.
دوی وايي، د زده کړو لپاره ټول فرصتونه برابر دي او اسلامي امارت بايد د بیا پرانېستلو پريکړه ژر وکړي.
تحلیل کوونکی مطيع الله خروټی وايي:« زه په بشپړ ډاډ تاسو ته وایم،چې دا د ولس غږ دی. انشاء الله اسلامي امارت به دغه غږ ته ژر تر ژره لبیک ووایي. پایله به یې دا شي،چې د ولس غږ ته لبیک وویل شو.»
تيره اوونۍ په کابل کې د هېواد يو شمېر ښځينه او نارينه ديني عالماوو د افغان ديني علماوو ملي ډيالوګ په نوم غونډه کې له اسلامي امارته غوښتي وو، چې د نجونو پر زده کړو محدوديتونه لرې کړي او بېرته دې ته اجازه ورکړي،چې ښوونځيو ته لاړې شي.