Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې پراختیايي مرستې د نجونو د زده کړو پورې مشروطې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/11

د ملګرو ملتونو،اروپايي ټولنې، برېټانیا او امریکا متحده ایالتونو ځانګړو استازو په بروکسل کې له غونډې وروسته په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، په پراختیايي برخه کې به د نړیوالو مرستو دوام او اسلامي امارت  سره د نړۍ د اړیکو عادي کېدل به د نجونو د ښوونځیو په پرانستل کېدو او د اسلامي امارت تر راتلونکو ګامونو مشروطې وي. 

  د خبرپاڼې یوه برخه:«له افغانستان سره د نړیوالو مرستو نوعیت او اندازه د نجونو د ښوونځیو تر پرانېستل کېدو مشروط دي او د طالبانو او نړیوالې ټولنې د اړیکو عادي کېدل او تعامل به پر هغو ژمنو پورې اړه ولري،چې طالبانو له نړیوالو سره کړې دي.» 

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي،چې  اسلامي امارت د خپلو کړو ژمنو په نه عملي کېدو فرصتونه ضایع کوي او په لوی لاس د نړیوالو مرستې ځنډوي.

دوی وايي،د اسلامي امارت دغه موقف به نه یوازې له غربي نړۍ سره د افغانستان اړیکې عادي نه کړي، بلکې له اسلامي نړۍ سره شته اړیکې به هم زیانمنې کړي.

د  سیاسي چارو شنونکی بلال فاطمي وايي:« که اسلامي امارت پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي،نو غربي نړۍ هم چمتو  نه ده،چې د طالبانو پر وړاندې خپل دریځ بدل کړي او له  دوی سره د مرستو سربېره به دوی په رسمیت ونه پېژني. همدارنګه نه یوازې چې له غربي نړۍ سره به یې اړیکې عادي نه شي، بلکې د اسلامي نړۍ سره هم د اړیکو د ټکني کېدو لامل کېږي.» 

اسلامي امارت له سختو داخلي او نړیوالو غبرګونونو او غوښتنو سره سره لا هم خپله پرېکړه نه ده اخیستې او له تیرو 22 ورځو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي تړلي پاتې دي.

پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج وايي، نړیوالو له اسلامي امارت سره د تعامل په خاطر روښانه او مشروع شرطونه ایښي دي او په منلو کې یې افغانستان ثبات ته رسېدلای شي. 

معارج وايي،  د اسلامي امارت دریځونه به افغانستان له سختې بشري او سیاسي انزوا سره مخ کړي.

هغه زیاته کړه:« دا چې اسلامي امارت هغه شرطونه او  ژمنې نه پوره کوي،چې د دوحې تړون په درېیم بند کې یې د ټول شموله حکومت جوړل او د زده کړو سربېره ژمنې کړې وې، د نه عملي کېدو مانا یې دا ده،چې طالبان حکومتدارۍ ته ژمن نه دي او نورې ستونزې هم رامنځته کوي. د نړۍ شرطونه مشروع دي او که اسلامي امارت یې نه مني، افغانان او هېواد له سخت حالت سره مخ کولای شي.» 

د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمن شهاب وايي:« هغه ژمنې چې د طالبانو ډیپلوماټیکې دستګاه او د دوحې دفتر یې له نړیوالو سره کړي دي، په حکومت کې د یو شمېر اشخاصو د شخصي سلیقې له مخې له خنډ سره مخ دي او تر هغه وخت حل کېدی نه شي،چې د حکومت لپاره قوي بنسټ او اساس نه وي جوړ شوی.» 

د اسلامي امات له خوا پر هغو ژمنو نه عمل،چې نړیولو سره یې په خبرو او د دوحې په تړون کې کړې دي، کولای شی،چې افغانستان د نړیوالو له پامه وغورځوي او د بشري او پراختیايي مرستو سربېره د افغانستان د رسیمت او د نړۍ له خوا اسلامي امارت سره د تعامل په برخه کې خنډونه او ستونزې رامنځته کړي.

 د نړیوالې ټولنې له تازه پرېکړې سره چې افغانستان سره به پراختیايي مرستې او تعاملات به د انجونو د ښوونځیو تر تړل کېدو او د طالبانو په راتلونکو ګامونو پورې تړلې وي، څه موده وړاندې نړیوال بانک څلور هغه پراختیايي پروژې،چې ارزښت یې ۶۰۰ سوه میلیونه ډالره و، ځنډولې دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist